زمونږ څیړنیز مرکز د ۲۰۱۷ میلادي کال د اکتوبر په میاشت کې د خلکو په منځ کې د علمي څیړنې د پراخوالي په موخه د التقوی د لوړو زده کړو موسسې په چوکاټ کې تاسس شو چې د ټولنې د اړتیاوو پر بنا علمي څیړنه چمتو کوي.
د ادارې تشکیل او جوړښت:
زمونږ څیړنیز مرکز د درې دایمي غړو درلودونکی دی او د التقوی د لوړو زده کړو موسسې د علمي مرستیال تر رهبرۍ لاندې کار کوي.
لیدلوری:
ترڅو په سیمه کې د علمي څیړنو یوه غوره تحصیلي موسسه وي، د ښه والي او تدریس د غوره والي، زده کړې او څیړنې او د زده کړیالانو او استادانو، څیړن پوهانو او د روشن فکره تحصيلې مسؤولينو له کبله وپیژندل شي، د اسلام او افغانستان په روحیه او مفکوره سمبال وي او د ټولو انسانانو د تنوع او ښه والي لپاره کار کول.
موخه
د رهبرۍ چمتو کول او د تحصيل لپاره انګیزه، د استادانو، څیړونکو او علمي رهبرانو په جامع پرمختګ باندې د دوی په علمیت، مهارتونو، او کړنلاره د تمرکز کولو له مخې کار، د څیړنې د میتودونو د تطبیق په وسیله د زده کړې د مسلک پراخوالی او پرمختګ، د تکنالوژۍ ګټور استعمال، د پالیسي تحلیل او ښه والی او تعلیمي فعالیت.
اساسي ارزښتونه:
د یو ښه کیفیت لرونکي څیړنې او تحقیق ښه والی په نړۍ کې د یو نیک او ښه موقعیت او حیثیت د رامنځ ته کولو لپاره یو لازم او اړین شرط دی. د دې څیړنیز مرکز او پرمختګ موخې په لاندې ډول دي:
- د څیړنیزو کارونو رامنځ ته کول، د بشر د ظرفیت او وړتیا نړیوال کول، د علمي بنسټ د تقویت لپاره ملاتړ او د نویو نظریاتو او مفکورو د رامنځ ته کولو پرمختګ چې په نوښتګرو کړنلارو کې ترکیب شوي دي او د زده کړې، څیړنې او نوښت ټولنیره اغیزه.
- د ستونزو او مشکلاتو لپاره د حل علمي او مسلکي لارې.
- د علمي څیړنې او نوښت زیاتوالی او ښه والی
د څیړنې او پرمختګ مهم کارونه
- د څیړنې د طرحې، ځانګړې څیړنې، خالصې څیړنې او علمي څیړنې ارزونه او د پلان نیولو تشخیص
- د څیړنې د پروژې ارزونه او تشخیص.
- د علمي څیړنې د پلانونو اټکل او ټاکنه.
- په علمي څیړنه، ورکشاپ، سیمینارونو او کنفرانسونو کې ګډون او په دې ډول ناستو کې ګډون کوونکو ته انګیزه ورکول.
- د څیړنې ترسره کولو لپاره د د لوړو زده کړو مؤسسې په داخل او خارج کې همکاري او ګډ کار.
- د نوښت راوړونکو نظریاتو او وړاندیزونو له لارې د څیړنې او پرمختګ ښه والی او زیاتوالی.
ترسره شوي فعالیتونه:
- د ۲۰۱۷ میلادي کال د نومبر میاشتې له اوومې نیټې څخه تر لسمې نیټې پورې د التقوی د لوړو زده کړو موسسې د استادانو لپاره د تحقیقي او څیړنیزو میتودونو د یو سیمینار په لاره اچول.
- د ۲۰۱۷ میلادي کال د نومبر د میاشتې په ۲۸ مه نیټه د بشر د حقونو د نړیوالې اعلامیې د مؤثریت تر عنوان لاندې د سمینار وړاندې کول.
- د ۲۰۱۷ میلادي کال د دسمبر میاشتې په ۲۱ مه نیټه د محصلینو د ادابو تر عنوان لاندې د یو ورځني سیمینار وړاندې کول.