د عمومي رئیس پیغام

د التقوی د لوړو زده کړو موسسه د نړۍ په سطحه د لوړو زده کړو د چمتو کولو او وړاندې کولو په موخه ځانګړې شوې ده چې د افغانستان او سیمې په کچه محصلین د راتلونکي رهبرانو او مسلکي اشخاصو په توګه چمتو کوي. التقوی د لوړو زده کړو موسسې محصلینو ته د با تجربه ښوونکو له لورې تدریس کیږي چې له نړیوالو پوهنتونونو څخه دکتورا و ماستري لري. محصلین په لابراتوارونو کې مطالعه او څیړنه کوي او د ویډیو کنفرانس اسانتیا لري چې ساری یې د امریکا متحده ایالاتو او اروپا په د لوړو زده کړو مؤسسو کې لیدل کیږي. محصلین د څیړنې جامع اسانتیاوو ته لاسرسی لري او د دوی د درسي کتابونو پرته الکترونیکي ډیټابیس ته هم لاسرسی لري. دوی خپله د محصلینو له لورې په زیاتو فعالیتونو کې ګډون کوي چې نه یواځې د دوی لپاره د تفریح زمینه برابروي بلکه د دې ګروپونو او ډلو له لارې د رهبرۍ فرصتونه لکه د محصلینو د دولتي ټولنې په څیر دوی ته برابروي.

محصلین د التقوی لوړو زده کړو موسسه کې د بریالیتوب لپاره د اړینې پوهې او اړینو مهارتونو سربیره زیات شیان زده کوي؛ دوی شخصیت، بشپړتیا او صداقت، متقابل احترام، ځیرکتیا او پوهه او ذهني پرمختګ هم یادوي ترڅو د خپلې کورنۍ او هیواد بریالي غړي شي. دوی په ډير ویاړ او درک سره د لوړو زده کړو مؤسسو څخه فارغیږي. چې په سیمه کې د یو حقیقي او دقیق تدریس درلودونکي یو له بریالیو د لوړو زده کړو مؤسسو څخه ترلاسه کیږي.  په افغانستان کې د یو خپلواکه خصوصي لوړو زده کړو مؤسسې په توګه د التقوی د لوړو زده کړو موسسه د جنسیت، سیاست، مذهبې عقیدو، کورني ارزښتونو او اړیکو په نظر کې نیولو څخه پرته فارغ زده کوونکي مني. دا د لوړو زده کړو مؤسسه د حوصله مندۍ، زحمت ویستلو، معنوي دقت او بیان ازادۍ ته غوره والی او پرمختګ ورکوي.

د عمومي رئیس په توګه، د محصلینو دې فوق العاده او ځانګړې ټولنې ته ستاسو د راتګ هرکلی کوم او د یو عالي فرصت په هیله ترڅو په خپل او د نورو په ژوند کې یو بدلون رامنځ ته کړئ.

انجینر امان الله امان