تاریخچه

افغانستان د مختلطو عالي تحصیلاتو په برخه کې د پرمختګ شاهد دی او په دوامداره ډول زمونږ د پرمختګ په برخه کې د خورا زیات اهمیت او اغیزې درلودونکی دی. التقوی د لوړو زده کړو موسسه د دې ویاړ لري چې د دې هیله لرونکې پروژې په سر کې قرار لري او چمتو ده چې په لوړو معیارونو سره د لوړو زده کړو په چمتو کولو او برابرولو کې نوی فکر وپالي. په ۲۰۱۲ میلادي کال د التقوا د لوړو زده کړو مؤسسې له تاسيس څخه وروسته، د التقوی د لوړو زده کړو موسسې هڅه کړې ده ترڅو د اقتصاد، ادره او تجارت او حقوقو په برخه کې د مختلطو (هلکانو او انجونو) د لوړو زده کړو پروګرامونه وړاندې کړي. د التقوی د لوړو زده کړو موسسې مدیره هیئت د لوړو زده کړو د خورا متفاوت کیفیت د وړاندې کولو او د ټولو په شرایطو برابر زده کوونکو لپاره د مساویانه فرصتونو په رامنځ ته کولو کې د لوړو زده کړو دا موسسه عملي اقداماتو ترسره کولو ته اړ کړې ده. د التقوی د لوړو زده کړو موسسه د ټولنې د خلکو د همکارۍ  څخه چې د لاسته راوړلو په موخه یې مونږ په شریکه د ګروپي کار له لارې هڅه کوو او د خپلو محصلینو لپاره د خدمت کولو په برخه کې د یوې کورنۍ په توګه د چال چلند ستاینه کوي.

د دا ډول کیفیت په درلودلو سره مونږ هڅه کوو ترڅو د خپلو محصلینو په اړونده چارو کې اسانتیاوې رامنځ ته کړو او د زده کړې په مهال دوی د ستونزو د حل په موخه له دوی سره مرسته او همکاري وکړو. د التقوی د لوړو زده کړو موسسه د لسانس او دیپلوم له پروګرامونو څخه د ټولنې د خبرتیا او معلوماتو له امله خوښه ده ترڅو اړتیاوې پوره او وړاندیزونه په پام کې ونیول شي. د دا ډول کړنو په ترسره کولوسره به مونږ په ټولو تحصیلي رشتو کې د خپلو فارغو محصلینو کچه لوړه کړو چې په همدې توګه خپل مشترک ټولنیز مسؤلیت سرته رسوو. له دې پرته، د التقوی د لوړو زده کړو موسسې ټول فارغ شوي محصلین زمونږ تر ټولو غوره استازي دي او د زړه له تله د هغوی تقدیرولو ته دوام ورکوو او د خپلې بریا راز په هغوی پورې تړلی بولو.