تاسو کوم کورسونه وړاندی کوئ؟

ځواب: موږ دوه ډوله کورسونه وړاندي کوو.

لسانس پروګرامونه

په اداره او تجارت کې لسانس (BBA)

په حقوقو او سیاسي علومو کې لسانس (LLB)

لنډ مهالې پروګرامونه

دیپلوم په انگلیسي ژبه کې (DEL)

دیپلوم په معلوماتي تکنالوژۍ کې (DIT)

دیپلوم په حسابدارۍ کې (DIA)

د کورسونو د پیلولو شرایط کومې دي؟

ځواب:د کورسونو د پیلولو لپاره دوه شرطونه لازمې دي.

د لیسانس لپاره د کانکور ازمینې اخیستل.

د ډیپلومه پروګرامونو لپاره د شمولیت فورمې کارول.

ایا په پوهنتون کې د سپورټ اسانتیاوې شته؟

ځواب: التقوی دلوړو زده کړو مؤسسه خپل محصلینو لپاره د کرکټ او فوټبال ټیمونو په درلودلو سره تفریحي فعالیتونه چمتو کړی.

د فارغیدو نه وروسته به زه څه کولای شم چې تر سره يې کړم؟

ځواب: التقوی د لوړو زده کړو مؤسسه د مختلفو اداراتو سره د ملګرتیا په درلودلو سره خپلو محصلینو ته د کار زمینه برابروې، تاسې کولای شئ د کارموندنې مدیریت سره اړیکه ونیسئ.

د نویو کورسونو د پیلولو لپاره چیرته کولای شم تازه معلومات تر لاسه کړم؟

ځواب: تاسې کولای شئ د معلوماتو له شمیري  سره اړیکه ونیسئ او یا هم له نږدي یي لیدنه وکړئ.

د کورس د پیلولو څخه وروسته کچیرې کومې ستونزې سره مخامخ شم نو د چا نه مرسته وغواړم؟

ځواب:التقوی د لوړو زده کړو مؤسسې د همکارانو درلودلو سره کولای شي ستاسې هره ستونزه لکه، روغتیایي، خیریه او د لوستلو په برخه کې همایه او ستونزې مو حل و فصل شي، د شخصي ستونزو ګوندې ستاسې په دندې اغیزه وکړي، تاسې کولای شئ خپل استاد یا هم هر کارمند چه تاسې وغواړئ په پوره ډاډ سره خبرې وکړئ، کچیرې دوی هم ونشو کولای چې ستاسې ستونزه حل کړي، نو دوې به د ستونزې د حلولو په موخه یو بل کس پیدا کړي.

په کومو شرایطو کولای شم کورس پیل کړم؟

ځواب:د شاملیدلو لپاره باید لاندې اړین اسناد په لاس ولرئ.

لمړی: د معارف وزارت څخه تایید شوی د دولسم صنف شهادتنامه.

دوهم: د مؤسسې د نظم او ډسپلین کمېټې پالیسیو او قوانینو منل او عملي کول.
دریم: د داخلي زده کونکو لپاره تزکره، او بهرنې زده کوونکو لپاره د پاسپورټ او ویزې شتون اړین دی.

څلورم: د التقوی د لوړو زده کړو مؤسسې په کانکور ازموینه کې بریالی کیدل.

پنځم: هغه زده کونکې چې د څوارلسم نه فارغ شوې وي او غواړي د اقتصاد په پوهنځې کې په دریم سمستر کې شمولیت واخلي، باید د دیارلسم یا څوارلسم صنف ټول اسناد په لاس کې ولري او د نمرو فیصدي یې د ۸۹٪ سلنې څخه کمه نه وي.