Warning: "continue" targeting switch is equivalent to "break". Did you mean to use "continue 2"? in /home/altaqwaedu/ps.altaqwa.edu.af/wp-content/plugins/revslider/includes/operations.class.php on line 2715

Warning: "continue" targeting switch is equivalent to "break". Did you mean to use "continue 2"? in /home/altaqwaedu/ps.altaqwa.edu.af/wp-content/plugins/revslider/includes/operations.class.php on line 2719

Warning: "continue" targeting switch is equivalent to "break". Did you mean to use "continue 2"? in /home/altaqwaedu/ps.altaqwa.edu.af/wp-content/plugins/revslider/includes/output.class.php on line 3615
د نظم او دسپلین کمیټه – التقوی د لوړو زده کړو مؤسسه

د نظم او دسپلین کمیټه

د التقوی د لوړو زده کړو موسسه هڅه کوي ترڅو داسې یو محیط رامنځ ته کړي چې په هغې کې د استادانو او محصلینو حقوق په غوره شکل سره وساتل شي. له همدې امله، هر څوک (استاد او یا محصل) د التقوی د لوړو زده کړو موسسې د اصولو او مقرراتو خلاف خپل مکلفیتونه او مسؤلیتونه په سمه توګه ترسره نه کړي، په اړه یې شوی شکایت په لاندې ډول حل و فصل کیږي.

  • دواړه لوري یو د بل سره یوځای کښیني او خپله ستونزه حلوي ځکه چې د ستونزو د حل ترټولو غوره لاره بحث کول دي.
  • په هغه صورت کې چې بحث یوې مطلوبې پایلې ته ونه رسیږي، عارض شخص په رسمي ډول د نظم او دسپلین کمیټې ته عریضه کوي. په دې اړه باید ډاډ ترلاسه کړئ چې دا کمیټه د اسنادو او شواهدو غوښتنه کوي او له مخې یې ستونزه حل و فصل کوي.

په هغه صورت کې چې یو له دواړو لوریو څخه موافق نه وي، په هغه صورت د مؤسسې علمي مرستیال ته شکایت کولای شي چې علمي شوری د شواهدو او ثبوت په درلودلو سره وروستۍ پریکړه کوي او د هغوی پریکړه وروستۍ او د دواړو طرفینو د منلو وړ ده