غوره والی: په تدریس، تحصیلي بورسونو، نوښتګرو فعالیتونو، محصلینو ته د خدمت او د لوړو زده کړو د دې موسسې په ټولو برخو کې د بنسټیز مؤثریت او ګټورتوب په موخه غوره والی تعقيبېږي.
بشپړتیا او صداقت: التقوی د لوړو زده کړو په موسسه کې د دې موسسې د ټولنې د غړو څخه د صادقانه اړیکو، اخلاقي رویې او په کړنه او وینا کې د مسؤلیت په غاړه اخیستلو تمه کیدای شي.
متقابل احترام او درناوی: التقوی د لوړو زده کړو په موسسه کې هر شخص د متقابل احترام له مخې چلند کوي او په هر ډول حالاتو او شرایطو کې باید په عین ډول ورسره مساویانه چلند وشي.
توپیر: د خلکو ښکاره توپیر او نظریات چې په یوه سراسري خپلواکه ټولنه کې د باکیفیته لوړو زده کړو لپاره اړین دی، د التقوی د لوړو زده کړو په موسسه کې یې ملاتړ کیږي او د منلو وړ ګرځي. محصلین به یو لړ پروګرامونو او د لوړو زده کړو باکیفیته جامع خدماتو ته بشپړ لاسرسی ولري