د لوړو زده کړو مؤسسې د رئیس پیغام

لکه څنګه چې مونږد تکنالوژۍ په برخه کې د بشر د پرمختګ شاهد یو او دا څرګنده ده چې کمپیوټر او سافټویر هم په دې پورې اړه لري او ویب سایت په ملي او نړیواله سطحه د یوې ادارې او د لوړو زده کړو مؤسسې د پیژندلو او معرفي کولو په برخه کې ځانګړی ځای لري.

التقوی د لوړو زده کړو موسسه یوه له دې څخه ده چې د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې تاسس شوې ده او د لسانس تر کچې د لوړو زده کړو په وړاندې کولو سره په دې ولایت کې خدمات وړاندې کوي. د دې لوړو زده کړو مؤسسې ویب سایټ به د حقوقو او سیاسي علومو او اقتصاد په پوهنځیو کې په افغانستان او د هیواد څخه بهر د اړتیا وړ معلومات خلکو ته وړاندې کوي. دا د لوړو زده کړو مؤسسه به د پرمختګ په لور ځي او په ټاکلي وخت به هغه زده کوونکي خبر کړي چې د التقوی د لوړو زده کړو موسسې په اړه  د لا زیاتو معلوماتو د لاسته راوړلو لیوالتیا لري. زمونږ د تدریس  او څیړنې د وړتیاوو په موخه د لا زیاتو معلوماتو د لاسته راوړلو په موخه، زمونږ له شته محصلینو څخه لیدنه وکړئ او د التقوی سره یوځای شئ.

مونږ په التقوی لوړو زده کړو موسسه کې ستاسو هرکلي ته سترګې په لار یو.

پوهاند دوکتور ودیر صافی