د تضمین کیفیت کمیټې (CEQA) اصول

A1. د لوړو زده کړو دې موسسې د خپل پرمختګ او ستونزو لپاره ساحې ټاکلې دي چې هغې ته لومړیتوب ورکوي او د تنظیم کولو لپاره یې د عمل یو واضح پلان لري.

A2. د لوړو زده کړو دا موسسه د تضمین کیفیت د دوامداره مرحلو د ترسره کولو په موخه د عمل پلان تر لاس لاندې نیولی دی.

A3. د لوړو زده کړو دا موسسه د SAAP  د پرمختګ په موخه څارنه او نظارت کوي.

B1. محصلین، ښوونکي او اداري کارکوونکي د SAAP  د تطبیق په موخه د خپلو ځانګړو مکلفیتونو درلودلو څخه خبر دي.

B2. د تضمین کیفیت کمیټه د SAAP پرمحتګ مدیریت او څارنه پرې کوي.

B3. د لوړو زده کړو دا موسسه د تدریس او زده کړې پالیسي لري او د تدریس د کیفیت د ښه والي په موخه د تدریس د پرمختګ پلان هم شتون لري.

B4. د تضمین کیفیت کمیټه د تدریس د کیفیت د ښه والي پلان مدیريت او څارنه پرې کوي.

C1. SAAP د لومړیتوبونو په وړاندې د پرمختګ ښودونکی دی.

C2. څرګند شواهد وجود لري چې د تدریس د ښه والي پلان په ټولګي کې په تمرین او عملي کار باندې زیاته اغیزه درلودلې ده.

D1. دلته شواهد وجود لري چې کیفیت په بشپړه توګه د لوړو زده کړو په ټوله مؤسسه کې شتون لري.

D2. څرګند شواهد وجود لري چې علمي او اداري کارکوونکي د خدماتو وړاندې کولو د کیفیت د ښه والي په موخه د لوړو زده کړو مؤسسه کې په مشترک ډول کار کوي.

D3. د لوړو زده کړو د دې موسسې لوړ رتبه غړي (رئیس، معاون) پر کیفیت د رهبري کولو مکلفیت لري.

D4. د محصلینو نیوکې او وړاندیزونه د کیفیت د مرحلې په لا ښه والي کې مرسته کوي.

E1. په دې ځای کې د لوړو زده کړو وزارت له لورې یوه ټاکل شوې پروسه وجود لري چې د لوړو زده کړو وزارت اړونده موسسو ته د کیفیت په برخه کې ښه کار او فعالیت خپور شي.

E2. دلته ښکاره شواهد وجود لري چې د دې موسسې رهبري هیئت او اړونده مسؤلين د تضمین کیفیت د پروسو د پرمختګ په موخه په مشترک ډول کار کوي.

F1. د پوهنځیو غړي د لوړو زده کړو وزارت له لورې ټاکل شوي دي او د تضمین کیفیت کمیټې د بیاکتونکو غړو په توګه کار کوي.

F2. د لوړو زده کړو وزارت د تضمین کیفیت کمیټې بیاکتونکي او بررسي کوونکو غړو په اړه معلومات د اړونده همکارانو سره شریک شوي دي.

F3. د لوړو زده کړو دا موسسه هڅه کوي ترڅو د پوهنځیو دا ډول همکاران  زیات کړي چې د لوړو زده کړو وزارت د تضمین کیفیت کمیټې بیاکتونکي او بررسي کوونکو غړو د زده کړې شرایط پوره کړي.