د نړۍ د نورو لوړو زده کړو مؤسسو بریالیتوب ته په کتو، د التقوی د لوړو زده کړو موسسې د جوړولو نظریه په ۲۰۱۲ میلادي کال کې منځ ته راغله چې نن ورځ دا د لوړو زده کړو مؤسسه یوه غیر دولتي خپلواکه او خصوصي د لوړو زده کړو مؤسسه ده. دا د لوړو زده کړو مؤسسه غیر سیاسي او غیر دولتي د لوړو زده کړو مؤسسه ده او  په سوداګرۍ، ټولنه او دولت کې د رهبري کولو په موخه د نوي نسل د سالمې روزنې لپاره ژمنه ده.

په پای کې، دا نظریه په ۲۰۱۲ میلادي کال کې د افغانستان د اسلامي جمهوريت د لوړو زده کړو په وزارت کې د لوړو زده کړو د دې موسسې په ثبت او راجستر کولو سره تطبیق او د عمل جامه واغوسته.د افغانستان اسلامي جمهوریت د لوړو زده کړو  وزارت د یوې مخکښې موسسې په توګه  د دې نظریې هرکلی وکړ چې په پایله کې دې د لوړو زده کړو مؤسسې خپل پروګرامونه په ۲۰۱۲ میلادي کال کې پیل کړل. په اوس وخت کې د التقوی د لوړو زده کړو موسسه د حقوقو او سیاسي علومو (LLB)، اداره او تجارت (BBA)، او اقتصاد (‌BEs)  په برخو کې د لسانس تر کچې تحصيلې خدمات وړاندې کوي. التقوی د لوړو زده کړو موسسه په اداره او تجارت (DBA)، معلوماتي ټکنالوژي (DIT) او انګلیسي ژبې (DEL) په برخه کې يو کلنه دیپلومه لري.