په حقوقو او سیاسي علومو کې لسانس (LLB)

د دې څانګې ترټولو غوره برنامه، په حقوقو کې لسانس یا (LLB) د قانون، د اساسي قانون او حقوقي تحلیل او څیړنې، د قضایي سیستمونو پرتلیزې څیړنې، د سیاسي علومو او نړیوالو چارو او د څیړنې د نویو عصري میتودونو په ځانګړو برخو کې د زده کړې په موثر او جامع انتقال باندې تمرکز کوي. په حقوقو او سیاسي علومو کې لسانس (LLB) څلور کلن پروګرام دی چې مختلفې څانګې لري. دا پروګرام یوې تخنیکي او مسلکي رشتې ته پرمختګ ورکوي او نوي نسل ته روزنه ورکوي. د ۲۰۰۹ میلادي کال وروسته د ۱۵۰۰ څخه زیات محصلین د سیاسي علومو څخه فارغ شوي دي چې زیات شمیر یې تر اوسه پورې په ملي او نړیوالو ادارو کې په کار بوخت دي. د سیاسي علومو څانګه د ملي او نړیوالو ادارو سره ښې اړیکې لري.
دا څانګه د لیوالتیا وړ مشورې وړاندې کوي ترڅو محصلین د خپل مسلک او لوړو زده کړو د پروګرامونو په اړه تصمیمونه ونیسي. بریالي محصلین باید د ۱۳۸ کریدتونو په ترلاسه کولو سره ۸ سمستره پوره کړي. د 4.00 GPA څخه د فراغت لپاره د وړ کیدو لپاره حد اقل 2.00 GPA اړین دی. محصلین باید د فراغت لپاره په شرایطو د برابریدو لپاره د شپږ کلونو په موده کې دا څلور کلنه موده بشپړه کړي. حقوق یو مضمون دی چې په هغې کې تاسو کولای شئ چې یو شمیر مهارتونه لاسته راوړئ چې د بشر د ژوندانه زیات اړخونه تر څیړنې لاندې نیسي. د حقوقو لوستل د ذهن او فکر د چټک والي او تیزوالي لامل ګرځي، ستاسو علمیت او په بشري او ټولنیزو علومو کې ستاسو تجربه زیاتوي او پراخه کوي. تاسو زیاته پوهه ترلاسه کوئ او د هغه موضوعاتو عمق ته ځئ چې ستاسو ډیر خوښ او زیاته لیوالتیا ورسره لرئ.