د احمد شاه بابا ۲۴۷ تلین نمانځغونډه
د اقتصاد پوهنځي د محصلینو له لورې د احمد شاه بابا ۲۴۷ تلین نمانځنه وشوه. یاده نمانځغونډه چې د قرآن عظیم الشان په څو مبارکو آیتونو په تلاوت کولو سره پېل شوه. د غونډې کډونوالو ته د احمد شاه بابا د بیوګرافۍ او داحمد شاه بابا د سفرونو په اړه معلومات ورکړل شول. سر […]
د (DIA) فراغت غونډه
د التقوی د لوړو زده کړو مؤسسې د دیپلومه پروګرامونو د ډیپارټمنټ څخه ګڼ شمیر زده کړیالان د DIA پروګرام څخه فارغ شول. یاده غونډه چې د قران کریم په څو مبارکو آیتونو سره پیل شوه، په پیل کې د موسسې سلاح کار او د یاد کورس استاد محترم ډاکټر محبوب الله محبوب فارغو شویو […]
تمثيلي محکمه
د التقوی د لوړو زده کړو مؤسسې د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي د قضاء او څارنوالۍ څانګې له لورې محصلینو ته تمثیلي محکمه په عملي بڼه د استاد محمد ابراهیم سکندري په لارښونه تر سره شوه.
آزاد بحث
د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي د اداري څانګې له لورې د دي پوهنځي محصلینو د ظرفیت لوړونې په موخه د سولې، هیلې او اندونه تر سرلیک لاندې آزاد بحث وړاندې شوه او په پای کې د ادارې له لورې د دې بحث غړو ته د بحث د ښه تر سراوي په موخه ستاینلیکونه ورکړل […]
دچاپېریال ساتنې اونۍ لمانځل
۱۹/سرطان/۱۳۹۸ د التقوی د لوړو زده کړو مؤسسې او جلال آباد ښاروالۍ له لوري د هیواد د خپلواکۍ د سلمې کالېزې په ویاړ د چاپېریال ساتنې تر عنوان لاندې په جلال آباد ښار کې ګډ اشر تر سره شو، ننې اشر چې د التقوی د لوړو زده کړو مؤسسې له انګړه پېل او ګولاي عربانو […]
د مونوګراف دفاع غونډه
د حقوقو او سیاسي علومو او اقتصاد پوهنځیو د مونوګرافونو د فاعګانې د التقوی د لوړو زده کړو مؤسسې د علمي چارو مرستیال، د دواړو پوهنځیو رئیسان او یو شمیر استادانو په شتون کې تر سره شوې چې پکې یو شمیر فارغو شویو محصلینو خپل د مونوګرافونو دفاع ګانې په بریالیتوب سره ترسره کړل.
د کتاب نندارتون
د التقوی د لوړو زده کړو مؤسسې د فرهنګي کمېټې له لوري د هېواد د خپلواکۍ د سلمې کالېزې په ویاړ د کتاب یو ورځنی نندارتون جوړ شو، یاد نندارتون چې د التقوی د لوړو زده کړو مؤسسې مشاور، علمي مرستیال، مالي او اداري مرستیال، د اقتصاد پوهنځي ریس او ګڼ شمیر استادانو لخوا یې […]
د دوو صنفونو تر منځ علمي سیالۍ
د خپلواکۍ د سلمې کالېزې په ویاړ د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي د دوو صنفونو تر منځ د ژوري هیئت په شتون کې علمي سیالي تر سره شوه چې په پای کې ځواب ویوونکو محصلینو ته ځانګړي ډالۍ ورکړل شوې. د یو ډاډمن راتلونکي پر لور د نشراتو مدیر \
علمي سیمینار
د ننګرهار ولایت د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د خپلواک کمیسیون رئیس محترم استاد پوهنیار هجرت الله اختیار او استاد عبدالبصیر سباوون له لورې د التقوی د لوړو زده کړو مؤسسې محصلینو ته د “دولتي دندو ته دمنل کیدو لارې چارې” تر عنوان لاندې علمي سیمینار وړاندې شو، یاد سیمینار چې د قرآن کریم […]
خزاني سمستر کانکور ازموینه
د ۱۳۹۸ کال خزاني سمستر لپاره د کانکور ازموینه واخیستل شوه: د التقوی دلوړو زده کړو مؤسسې د ۱۳۹۸ کال خزاني سمستر لپاره نن د لوړو زده کړو وزارت د هیئت په شتون کې د سل ګونو کسانو څخه د حقوقو او سیاسي علومو او اقتصاد اداره او تجارت پوهنځیو لپاره د کانکور ازموینه واخیستل […]