د اقتصاد پوهنځي محصلینو د یو علمي سفر په ترڅ کې آسما معدني اوبو تولیدي شرکت څخه لیدنه وکړه
د التقوی د لوړو زده کړو مؤسسې د علمي سفرونو په لړۍ کې د اقتصاد پوهنځي د غرمنۍ دورې دریم سمستر (T14-E01) محصلینو د استاد اخترمحمد صافي په لارښوونه د آسما معدني اوبو تولیدي شرکت څخه لیدنه وکړه. د یاد تولیدي شرکت څخه د دغي عملي لیدنې موخه محصلینو ته هغه څه چې په کتابونو کې ښودل شوي وو هغوی ته په عملي بڼه وروښودل شو. په دغه لیدنه کې محصلینو ته د آسما معدني اوبو شرکت د مسؤلینو له لورې په لاندې موضوعاتو کې عملي معلومات ورکړل شو.
۱) د تولید د پرمختګ عمليې پروسه
۲) د خامو موادو صادرولو طریقې
۳) د موادو اقسام
۴) په تولید باندې د راغلي مصارفو سنجش
۵) د تولید معیار او قیمت ټاکل
۶) د تولید لپاره بازارموندنه او د خرڅلاو طریقې
۷)د تولید لپاره د تقاضا او عرضې معلومول
۸) رقابتي ستراتیژي عملي کول
۹) د کال حسابات او مالیات
۱۰) د مالیاتو رسیدونه
۱۱) د کارکونکو د معاش ورکولو سیستم
۱۲) د هېواد په اقتصادي پرمختیا کې د شرکتونو رول
په یاد علمي سفر کې د التقوی د لوړو زده کړو مؤسسې د اقتصاد پوهنځي ریئس سربېره د دې پوهنځي استادانو هر یو استاد محمد زبیر شېرزاد او استاد حیات الله هم ملتیا کوله. د اقتصاد پوهنځي رئیس اختر محمد صافی د آسما معدني اوبو تولیدي شرکت د مسؤلینو څخه مننه وکړه چې د محصلینو د عملي زده کړو لپاره یې لازم معلومات وړاندې کړل.
د یو ډاډمن راتلونکي پر لور
د نشراتو مدیریت