د التقوی د لوړو زده کړو مؤسسې د دیپلومه پروګرامونو د ډیپارټمنټ څخه ګڼ شمیر زده کړیالان د DIA پروګرام څخه فارغ شول. یاده غونډه چې د قران کریم په څو مبارکو آیتونو سره پیل شوه، په پیل کې د موسسې سلاح کار او د یاد کورس استاد محترم ډاکټر محبوب الله محبوب فارغو شویو محصلینو ته مبارکې ورکړه او ژمنه یي وکړه چې په راتلونکي کې به د دغسې کورسونو دایرولو ته به دوام ورکوي. ورپسي د مؤسسې علمي چارو مرستیال محترم سید عبدالحکیم حکمت د داکټر محبوب الله محبوب څخه مننه وکړه چې تل يي د محصلینو د ظرفیت لوړونې په برخه کې نه ستړې کیدونکې هلې ځلې کړې او همدارنګه د یاد کورس څخه فارغو شویو زده کوونکو ته مبارکې ورکړه.
د (DIA) فراغت غونډه
-
Date & Time:
- اپریل 4 - جولای 4, 2019
- 8:00 am to 9:00 am
-
Venue:
آدرس: عربانو ګولایي، دویمه ناحیه، جلال آباد ښار.
-
Contact details: