د التقوی د لوړو زده کړو مؤسسې د حقوقو او سیاسي علومو او اقتصاد پوهنځیو محصلین د مؤسسې د رهبرۍ له لورې په ستاینلیکونو او ډالیو وستایل شول، یاده غونډه چې د قرآن کریم په څو مبارکو ایتونو سره پیل شوه، په پیل کې د مؤسسې سلاکار محترم ډاکټر محبوب الله محبوب ممتازو محصلینو ته مبارکي ورکړه او زیاته یي کړه چې دمحصلینو د ظرفیت لوړونې لپاره به نور هم هلي ځلي وکړي. ورپسي د مؤسسې د علمي چارو مرستیال محترم سید عبدالحکیم حکمت ممتازو محصلینو ته د مبارکۍ تر څنګ په راتلونکي کې د همداسي زیار او کوښښ هیله وښوده. په پای کې د مؤسسې د ممتازو محصلینو سربیره د مؤسسې په کچه عمومي اول نمره آغلي فریده اعلان شوه او د یو ځانګړې جایزې په ورکړي سره وستایل شوه.
د یو ډاډمن راتلونکي پر لور
د نشراتو مدیریت