د ممتازو استادانو او اداري کارکوونکو ستاینغونډه

د ممتازو استادانو او اداري کارکوونکو ستاینغونډه

  • Date & Time:
    • سپتمبر 18, 2019
    • 2:00 pm to 4:00 pm
  • Venue:

    آدرس: عربانو ګولایي، دویمه ناحیه، جلال آباد ښار.

  • Contact details:

د التقوی د لوړو زده کړو مؤسسې د کیفیت لوړونې کمېټې له لورې د شوې ارزیابۍ د پایلو له مخې د دې مؤسسې د دواړو پوهنځیو د استادانو سربیره اداري او خدماتي کارکونکي په ایوارډونو، ستاینلیکونو او همدارنګه په نقدي جایزو د مؤسسې بنسټګر محترم انجینر امان الله امان، د مؤسسې ریس محترم پوهاند ډاکټر ودیر صافی، د مؤسسې مشاور، علمي چارو مرستیال، مالي او اداري مرستیال او د دواړو پوهنځيو د ریسانو په حضور کې وستایل شول. یاده غونډه چې د قرآن کریم په څو مبارکو آیتونو سره پیل شوه، په پیل  کې د مؤسسې بنسټګر محترم انجینر امان الله امان د ټولو استادانو، اداري او خدماتي کارکوونکو څخه مننه وکړه او زیاته يې کړه چې په راتلونکي کې به هم هغه استادان او اداري کارمندان په همداسې ډول ستایل کیږي. ورپسې د دې مؤسسې رئیس پوهاند دوکتور ودیر صافی د ارزیابۍ پر اهمیت ټینګار وکړ او ستایل شویو استادانو او کارکوونکو ته مبارکي وویله په همدې ډول د مؤسسې مشاور دوکتور محبوب الله محبوب هم پخپل نوبت خبري وکړې او د مؤسسې په بهبود کې یي د هر فرد رول مهم وګاڼه بیا محترم نقیب الله مطمئن د کېفیت لوړونې مسؤل د ارزیابۍ څرنګوالی تشریح کړ، ورپسي د مؤسسې علمي مرستیال د استادانو د ارزیابۍ نتایج اعلان کړل او ممتاز استادانو ته يې مبارکي وویله په پای کې د مؤسسې مالي او اداري مرستیال د اداري او خدماتي کارکوونکي تقدیر کړل او هغوی یې په ستاینلیکونو ونازول. د یادونې وړ ده چې د مؤسسې علمي مرستیال اقتصاد پوهنځي ریس محترم اختر محمد صافی او د تدریساتو او استادانو آمر محترم شهاب الدین افغان د هغوی د ښو او غوره خدماتو له امله د مؤسسې د رهبرۍ له لورې وستایل شول.

د یو ډاډمن راتلونکي پر لور

د نشراتو مدیریت

 

 

Join event

2019-9-18 2:00 pm 2019-9-18 4:00 pm Asia/Chita د ممتازو استادانو او اداري کارکوونکو ستاینغونډه د التقوی د لوړو زده کړو مؤسسې د کیفیت لوړونې کمېټې له لورې د شوې ارزیابۍ د پایلو له مخې د دې مؤسسې د دواړو پوهنځیو د استادانو سربیره اداري او خدماتي کارکونکي په ایوارډونو، ستاینلیکونو او همدارنګه په نقدي جایزو د مؤسسې بنسټګر محترم انجینر امان الله امان، د مؤسسې ریس محترم پوهاند ډاکټر […] آدرس: عربانو ګولایي، دویمه ناحیه، جلال آباد ښار.
Add to Calendar
You already has been joined the event.
×
Thank you! You joined the event.
×