د التقوی د لوړو زده کړو مؤسسې د اقتصاد پوهنځي د محصلینو له لورې د هېواد د خپلواکۍ د بیرته ګټلو د سلمې کالېزې په ویاړ د آزادۍ د اهمیت او د آزادۍ اړونده مشاعره جوړه شوې وه چې د مؤسسې د علمي مرستیال سر بیره مالي او اداري مرستیال، اقتصاد پوهنځي رئیس، حقوقو پوهنځي رئیس، استادانو او ګڼ شمیر محصلینو ګډون کړی وو. په پیل کې علمي مرستیال د محصلینو څخه مننه وکړه چې د هېواد د خپلواکۍ سلمې کالېزې په ویاړ يې دغه برنامه جوړه کړې ده او ځوانانو ته یې د خپلواکۍ د اهمیت په اړه معلومات وړاندې کړ او په پای کې د محصلیو له لورې علمي او اداري مرستیالانو سربیره د پوهنځیو رئیسانو، استادانو او علمي او اداري کارمندانو ته د خپلواکۍ په ویاړ ځانګړی جوړ شوي ګلان ډالۍ شول.
د یو ډاډمن راتلونکي پر لور
دنشراتو مدیریت