د اقتصاد پوهنځي د محصلینو له لورې د احمد شاه بابا ۲۴۷ تلین نمانځنه وشوه. یاده نمانځغونډه چې د قرآن عظیم الشان په څو مبارکو آیتونو په تلاوت کولو سره پېل شوه.
د غونډې کډونوالو ته د احمد شاه بابا د بیوګرافۍ او داحمد شاه بابا د سفرونو په اړه معلومات ورکړل شول. سر بېره پر دې د احمد شاه بابا په وخت کې د اقتصادي حالت، او د احمد شاه بابا پښتو ادب ته د خدمت په اړه نور ډیر معلومات وړاندې شول. په پای کې د ځینو محصلینو له لورې مشاعره هم تر سره شوه.
د یو ډادمن راتلونکي پر لور
د نشراتو مدیریت