۱۹/سرطان/۱۳۹۸
د التقوی د لوړو زده کړو مؤسسې او جلال آباد ښاروالۍ له لوري د هیواد د خپلواکۍ د سلمې کالېزې په ویاړ د چاپېریال ساتنې تر عنوان لاندې په جلال آباد ښار کې ګډ اشر تر سره شو، ننې اشر چې د التقوی د لوړو زده کړو مؤسسې له انګړه پېل او ګولاي عربانو له ساحې ورتېر لغمان زړه هډه او ترڅېرمه ساحې يې په برکې ونېولې. د التقوی د لوړو زده کړو مؤسسې علمي مرستیال سید عبدالحکیم حکمت له ښاروالۍ مننه وکړه چې ښارپاکۍ او ښکلا په اړه يې زموږ سالم نظرونو او مشورو ته غوږ نېولې . نوموړې زیاته کړه ننې اشر چې د خپلواکۍ د سلمې کالیزي ترعنوان لاندې ترسره شو موخه يې خپلواکۍ سلمې کالیزې ته زموږ او د محصلینو چمتو والۍ ، ښارپاکۍ او په دې برخه کې د خپلې ښاروالۍ سره اوږه په اوږه کار کول دي .
د جلال آباد سرپرست ښاروال روح الامین حسن زیاته کړه چې ښار پاکۍ ته کار کول یوازې د ښاروالۍ دنده نه بلکې د ټولو ښاریانو ګډه دنده ده، ددې ښار هر ښاري مکلف دې چې ښار پاکۍ او ښکلا ته تر خپل وسه کار وکړي . د یادونې وړ ده چې د دغې کمپاین ټولې چارې د مؤسسې او د دواړو پوهنځیو فرهنګې کمېټو له لوري ترتیب شوې وو.
د یو ډاډمن راتلونکي پر لور
د نشراتو مدیریت