د محصل نړیوالې ورځې نمانځغونډه

د محصل نړیوالې ورځې نمانځغونډه

د التقوی د لوړو زده کړو مؤسسې د فرهنګي چارو کمېټې له لورې د محصل نړېواله ورځ په ځانګړې مراسمو ونمانځل شوه. یاده غونډه کې د التقوی د لوړو زده کړو مؤسسې سلاکار، علمي چارو مرستیال، مالي او اداري چارو مرستیال، د محصلانو چارو مرستیال، د حقوق او سیاسي علومو پوهنځي ریئس، د دواړو پوهنځیو محترمو استادانو، اداري کارکونکو او درنو محصلینو برخه اخیستې وه.

غونډه د قرآن عظیم الشان په څو مبارکو آیتونو سره پیل شوه، په پیل کې د التقوی د لوړو زده کړو مؤسسې سلاکار ډاکټر محبوب الله ټولو محصلینو ته د محصل نړیوالې ورځې مبارکې ورکړه او زیاته يې کړه چې هر محصل باید خپل وخت بې ځایه تېر نکړي او د راتلونکي لپاره باید د پلان له مخې خپلې موخې وڅاري او د تر لاسه کولو لپاره یې هلې ځلې وکړي.

همدا رنګه د التقوی د لوړو زده کړو مؤسسې علمي چارو مرستیال سید عبدالحکیم حکمت د محصل نړیوالې ورځې په پار محصلینو ته مبارکي ورکړه او د محصل په ارزښت او مسولیتونو یې خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې په راتلونکي کې به هم د محصلینو د لا تشویق په موخه نورې غونډې جوړې کړي.

د غونډې په جریان کې د التقوی د لوړو زده کړو مؤسسې د محصلینو له لورې تمثیلي پارچې په تر سره کولو سره د محصل ستونزې او مشکلات په خورا په زړه پورې ډول تمثیل شو او خوندور شعرونه او ترانې هم زمزمه کړل شوې چې غونډې ته یي ښکلا ور وبښله.
د یادونې وړ ده چې د التقوی د لوړو زده کړو موسسې له لورې د دې مؤسسې هغه محصلین کوم چې په علمي او فرهنګي برخو کې هلي ځلي کړي او د التقوی د پرمختګ سبب ګرځیدلې په ستاینلیکونو وستایل شول. د غونډې په وروستۍ برخه کې د التقوی د لوړو زده کړو مؤسسې له لورې د محصل نړیوالې ورځې په ویاړ جوړ شوی کیک د محصلینو له لورې د پرې کولو مراسم هم تر سره شول.

د یو ډادمن راتلونکي پر لور
د نشراتو مدیریت

Leave a comment