د تضمین کیفیت د ۱۱ ګونو معیارونو په هکله ورکشاپ

د تضمین کیفیت د ۱۱ ګونو معیارونو په هکله ورکشاپ

د التقوی د لوړو زده کړو مؤسسې د تضمین کیفیت کمېټې له لورې اداري کارکوونکو ته د تضمین کیفیت ۱۱ ګونو معیارونو په هکله ورکشاپ وړاندې شو.

یاد ورکشاپ چې د قرآن عظیم الشان په څو مبارکو آیتونو په تلاوت کولو سره پیل شو، په پیل کې د مؤسسې علمي چارو مرستیال سید عبدالحکیم حکمت د تضمین کیفیت کمېټې د مسؤل څخه مننه وکړه چې د تضمین کیفیت ۱۱ ګونو معیارونو په اړه د مؤسسې اداري کارکونکو ته ورکشاپ چمتو کړی او زیاته یې کړه چې د مؤسسې معیاري کولو لپاره داسې نور ورکشاپونه هم په لاره واچوي تر څو وکولای شو ټولنې ته په معیاري ډول خدمات وړاندې کړو او په پای کې د ننګرهار پوهنتون استادانو اود تضمین کیفیت کمېټې غړو څخه مننه وکړه چې دتضمین کیفیت ۱۱ ګونو معیارونو په هکله یې د التقوی د لوړو زده کړو مؤسسې اداري کارکونکو ته یې ورکشاپ وړاندې کوي.

د یادونې وړ ده چې د تضمین کیفیت ۱۱ ګونو معیارونو ورکشاپ د ننګرهار پوهنتون استادانو او د تضمین کیفیت کمېټې غړو هر یو استاد لطیف الله غفوري او استاد شمس الرحمن عادل له لورې وړاندې شو.

د یو ډاډمن راتلونکي پر لور

د نشراتو مدیریت

Leave a comment