د حقوق او سیاسي علومو پوهنځي نویو جذب شویو محصلینو ښه راغلاست غونډه

د حقوق او سیاسي علومو پوهنځي نویو جذب شویو محصلینو ښه راغلاست غونډه

د التقوی د لوړو زده کړو مؤسسې د حقوق او سیاسي علومو پوهنځي له لورې د دې پوهنځي د ۱۳۹۸ تحصیلي کال د خزاني سمستر لپاره د نویو جذب شویو محصلینو ته ښه راغلاست غونډه جوړه شوه. یاده غونډه چې د قران کریم په څو مبارکو آیتونو سره پېل شوه، په پېل کې د حقوق او سیاسي علومو پوهنځي رئیس محترم شمس الحق دوست دحقوق او سیاسي علومو  پوهنځي نویو جذب شویو محصلینو ته ښه راغلاست وینا وړاندې کړه  او زیاته یې کړه چې د ماسټرۍ او دوکتورا په کچه استادان به ستاسې روزنه په عملي او نظري ډول وکړي. د پرانیستې وینا نه وروسته تدریساتو او استادانو آمر محترم شهاب الدین افغان له لورې د حقوق او سیاسي علومو پوهنځي د کریډټ لایحه تشریح شوه د کریډت لایحې د تشریح کولو څخه وروسته د مؤسسې د ازموینو کمېټې مشر استاد لطیف الله قمري له لورې د ازموینو د لایحې په اړه تفصیلي معلومات ورکول شوه. په همدې ترتیب د مؤسسې د کېفیت لوړونې کمېټې مشر استاد نقیب الله مطمئن له لورې د کېفیت لوړونې یوولس اصلي او نهه څلویښت فرعي معیارونه تشریح شول او په پای کې د التقوی د لوړو زده کړو مؤسسې مالي مدیر  جهاد حسین عابد له لورې محصلینو ته د فیسونو د ورکړې په اړه لازمې لارښوونې وشوې.

د یو ډاډمن راتلونکې پر لور

د نشراتو مدیریت

Leave a comment