یو ورځنی ورکشاپ

یو ورځنی ورکشاپ

د التقوی د لوړو زده کړو مؤسسې د حقوق او سیاسي علومو پوهنځي د قضایي څانګې له لورې د دې څانګې محصلینو ته د جزایي دعوې پروسیجر او په هغې کې د څارنوال رول تر عنوان لاندې یو ورځنی ورکشاپ د ننګرهار ولایت د استناف څارنوالۍ د برسۍ آمر محترم څارنوال عبدالغفار نیکبین له لورې وړاندې شوه، یاد ورکشاپ چې د قران کریم په څو مبارکو آیتونو سره پیل شوه، په پیل کې د مؤسسې علمي مرستیال سید عبدالحکیم حکمت د استناف څارنوالۍ د برسۍ آمر محترم نیکبین صیب څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه چې دغسې ګټور ورکشاپونه به په راتلونکې کې هم د محصلینو د ظرفیت لوړونې په موخه دایریږي، ورپسې د ننګرهار ولایت د استناف څارنوالي د برسۍ آمر محترم څارنوال عبدالغفار نیکبین له لورې یاد ورکشاپ تر سره شوه. د ورکشاپ د تر سره کېدو څخه وروسته دمؤسسې د حقوق او سیاسي علومو پوهنځي رئیس د محترم څارنول صیب نیکبین څخه د زړه له تله مننه وکړه او غوښتنه یې وکړه تر څو د دې مؤسسې محصلینو لپاره د نظري زده کړو تر څنګ عملي زده کړې برابرې کړي او د ورکشاپ په پای کې د مؤسسې د رهبرۍ له لورې محترم څارنوال عبدالغفار نیکبین په ستیاینلیک وستایل شو.

د یو ډاډمن راتلونکي پر لور
د نشراتو مدیریت

Leave a comment