د نویو جذب شویو محصلینو ښه راغلاست غونډه

د نویو جذب شویو محصلینو ښه راغلاست غونډه

د التقوی د لوړو زده کړو مؤسسې د اقتصاد پوهنځي له لورې د دې پوهنځي د ۱۳۹۸ تحصیلي کال د خزاني سمستر لپاره د نویو جذب شویو محصلینو لپاره د ښه راغلاست غونډه جوړه شوه. یاده غونډه چې د قران کریم په څو مبارکو آیتونو سره پیل شوه، په پیل کې د مؤسسې د علمي چارو مرستیال محترم سید عبدالحکیم حکمت د اقتصاد پوهنځي نویو جذب شویو محصلینو ته ښه راغلاست تر څنګ د مؤسسې د ټولو علمي پروګرامونو په هکله معلومات وړاندې کړه، ورپسې د اقتصاد پوهنځي رئیس محترم اختر محمد صافی د اقتصاد پوهنځي نویو جذب شویو محصلینو ته ښه راغلاست وویله او زیاته یې کړه چې د ماسټرۍ او دوکتورا په کچه استادان به ستاسې روزنه په عملي او نظري ډول وکړي او د فراغت څخه وروسته د دندې په پیداکولو کې د دې مؤسسې دکارموندنې مرکز په مرسته تاسې سره لازم اقدامات تر سره کړي. د دې نه وروسته د مؤسسې د محصلانو چارو آمر او د نظم او ډسپلین کمېټې مسؤل محترم حضرت جعفر عرب له لورې د نظم او ډسپلین کمېټې پالیسي تشریح شوه، د نظم او ډسپلین کمېټې د پالیسیو د تشریح کولو څخه وروسته د التقوی د لوړو زده کړو مؤسسې  مالي مدیر محترم جهاد حسین عابد له لورې محصلینو ته د فیسونو د ورکړي په اړه لازمه لارښوونه وشوه، په همدې تر تیب د تدریساتو او استادانو آمر محترم شهاب الدین افغان له لورې د اقتصاد پوهنځي د کریډټ لایحه تشریح شوه او په پای کې د اقتصاد پوهنځي د مالي څانګي آمر محترم سید صلاح الدین لټون له لورې د اقتصاد پوهنځي د تشکیل په اړه اړین معلومات د نویو جذب شویو محصلینو سره شریکه کړه.

د یو ډاډمن راتلونکي پر لور

د نشراتو مدیریت

Leave a comment