په التقوی لوړو زده کړو موسسه کې محصلین د جنسي، نژادي، سمتي، قومي او ژبني دوه ګوني چلند او تعصب پرته منل کیږي. فارغ زده کوونکي د لاندې شرایطو د پوره کولو وروسته په دې د لوړو زده کړو مؤسسه کې شاملیږي:
- د پوهنې وزارت له لورې د ښوونځي د دولسم ټولګي څخه د فراغت سند
- د ادارې د اصولو او تګ لارو د مراعت کولو ژمنه ورکول
- د تابعیت تذکره او د خارجي زده کوونکو لپاره پاسپورت او ویزه
- د التقوی د لوړو زده کړو موسسې د شمولیت ازموینه ورکول
- په هغه صورت کې چې یو محصل د اقتصاد پوهنځي په دریم ټولګي کې ثبت نام کوي، د پورتنیو شرایطو سربیره، لاندې شرایط بايد پوره کړي، په ځانګړي ډول د ديارلسم او څوارلسم ټولګیو تصدیق له ځانه سره ولري.
- په ديارلسم او څوارلسم ټولګيو کې یې د نمرو فیصدي ۸۰ سلنه وي.