د تضمین کیفیت کاري جوړښت

  • موخه او تګ لاره: د لوړو زده کړو دا موسسه د یو داسې واضح هدف او تګ لارې درلودونکې ده چې د ټولو ګډون کوونکو لپاره د پوهیدو وړ او د تصمیم نیونې او د سرچینو د تخصیص لپاره اساس او بنسټ تشکیلوي.

۱ . موخه ۲. ستراتیژیکي موخې ۳. د تطبیق او اجراتو پلان ۴. اداري مؤثریت ۵. عمومي معلومات

  • د ټولنې سره اړیکې او پرمختګ: د لوړو زده کړو دا موسسه په ټولنیز، سیمه ایز، ځایي او ملي پرمختګ کې فعاله ونډه لري. دا د دې موسسې په ستراتیژیکو موخو کې واضح کیږي او د تصمیم نیونې او د اداري کارکوونکو او محصلینو د فعالیتونو څخه خلک خبروي.

۱ . علمي فعالیت ۲. د اداې کارکوونکو ګډون او همکاري ۳. د محصلینو ونډه او ګډون

 

  • مدیریت، رهبري او اداره: د لوړو زده کړو د یوې موسسې مدیریت، رهبري او اداره د دوی په ستراتیژيکو موخو باندې تمرکز کوي

۱ . مدیریت ۲. رهبري ۳. اداره ۴. اخلاقي چلند

  • سرچینې او مالي مدیریت: د لوړو زده کړو د دې موسسې سرچینې د دوی د موخو او ستراتیژيک پلان د څرګندولو په موخه مشخص او تنظیمیږي.

۱ . مالي پلان ۲. مالي مدیریت ۳. مالي سیستمونه ۴. تفتیش

  • څیړنه:علمي پروګرامونه: د لوړو زده کړو د دې موسسې علمي پروګرامونه د دوی موخه تشکیلوي او د دوامداره پرمختګ په موخه په ترتیب سره بررسي او بیاکتنه پرې کیږي.

۱ . د پروګرام شرایط ۲. د پروګرام کلنۍ څارنه او نظارت ۳. د پروګرام څیړنه ۴. پیداګوژی ۵. ارزونه ۶. الکترونیکي زده کړه (ټکنالوژي) ۷. مشترکې همکارۍ

  • د لوړو زده کړو دا موسسه د خپل پرمختګ په موخه تحقیق او څیړنیز  فعالیت طرحه کوي او دا په ډاګه کوي چې د پوهنځیو محصلین باید په دې څیړنیز فعالیت کې برخه اخلي.

۱ . څیړنیز فعالیت ۲. ملاتړ ۳. زده کړه

  • د پوهنځي غړي او اداري کارکوونکي: د لوړو زده کړو دا موسسه د خپل مکلفیت د سرته رسولو او ستراتیژیکو موخو د لاسته راوړلو لپاره د پوهنځي محصلین او استادان مؤظف، تنظیم او پرمختګ ورکوي.

۱ . علمي ظرفیت ۲. غیر نصابي ظرفیت ۳. د کارکوونکو د ګمارنې پالیسیانې او مراحل ۴. د پوهنځي د اجراتو څیړنه او بررسي ۵. د پوهنځي څخه بهر ترسره شویو اجراتو څیړنه او بررسي ۶. مسلکي پرمختګ ۷. علمي او تحصیلي ازادي ۸. د اداري کارکوونکو شکایات.

  • د محصلینو تجربه: د لوړو زده کړو دا موسسه دا ډاډ ورکوي چې د تحصيل، د محصلینو د پرمختګ او بریالیتوب لپاره بو مثبت محیط منځ ته راوړي.

۱. د محصلینو معلومات ۲. د محصل نظرونه او وړاندیزونه ۳. د فارغ التحصیل مهارتونه ۴. د محصلینو خدمات او ملاتړ ۵. عدالت او مساوات ۶. انظباطي او انتظامي پالیسي او کړنلاره

  • د کیفیت ښه والی او تضمین: د لوړو زده کړو دا موسسه د یو لړ جوړښتونو او مراحلو درلودونکې ده چې د خپل فعالیت ټول اړخونه څیړي او په دوامداره ډول خپل کیفیت ښه کوي.

۱. ادره او مدیریت ۲. سرچینې

  • کتابتون او معلوماتي سرچینې: د لوړو زده کړو دا موسسه ټولو محصلینو او هر پوهنځي ته د کتابتون او معلوماتي ټکنالوژۍ بشپړ لاسرسی چمتو کوي.

۱. ظرفیت ۲. مدیریت ۳. لاسرسی

  • د معلوماتي ټکنالوژۍ تدریس او اسانتیاوې: د لوړو زده کړو د دې موسسې د معلوماتي ټکنالوژۍ اسانتیاوې او زیربناوې د خپلو اصلي او ستراتیژيکي موخو د لاسته راوړلو لپاره کافي دي.

۱. د تدریس اسانتیاوې ۲. معلوماتي ټکنالوژي ۳. اسانتیاوې ۴. صحت، حفاظت او امنیت