د لوړو زده کړو پالیسي او کړنلاره

محصلین باید لاندې ټکي په پام کې ونیسي:

  • د اسلام د مبین دین پیروي او اصول
  • د افغانستان د اساسي قانون او نورو قوانینو درناوی او پیروي
  • د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت د ټولو اصولو او مقرراتو منل
  • د التقوی د لوړو زده کړو موسسې د ټولو اداري کارکوونکو درناوی
  • د بیان د ازادۍ د ټولو اصولو او معیارونو درناوی او پیروی
  • د ټولګیوالو او نورو خلکو سره نیکه رویه او سلوک
  • په ټولګي کې نظم او دسپلین ته پاملرنه کول
  • د ادارې سره د پاکوالي په برخه کې مرسته او همکاري
  • د بشر ضد زیان اړونکو اعمالو او کړنو څخه جدي ډډه وکړۍ.
  • د مخدره توکو د راوړلو او استعمال څخه جداْ ډډه وکړۍ.
  • د افغاني کلتور او عنعناتو مطابق لباس ولرۍ.
  • د د لوړو زده کړو مؤسسې په داخل کې د سینګار کولو څخه ډډه وکړۍ.
  • د درس په جریان کې له اړتیا پرته ونه ګرځۍ.
  • د د لوړو زده کړو مؤسسې په داخل کې د سیاسي فعالیتونو د ترسره کولو څخه ډډه وکړۍ.
  • د د لوړو زده کړو مؤسسه په داخل کې د بدرفتارۍ څخه ډډه وکړۍ.
  • په دولتي لباس کې د لوړو زده کړو مؤسسې د محصلینو ننوتل منع دي.
  • د د لوړو زده کړو مؤسسې په داخل کې اسلحه منعه ده.
  • فیس باید په ټاکلي وخت ورکړل شي.
  • د ټولګي په داخل کې تیلیفون منع دی.
  • په هغه صورت کې چې یو محصل خپل ټولګي ته ۱۶ دقیقې ناوخته راشي، ټولګې ته د داخلیدو اجازه نه ورکول کیږي.
  • د وقفې په مهال نورو ټولګیو ته مزاحمت کول منع دي.
  • رامنځ ته شوی مشکل باید د اړونده دیپارتمنت سره شریک او حل شي.
  • هر محصل باید په هر سمستر کې د نمرو ۷۵٪ فیصدي لاسته راوړي.